خــوشــال خـــان
کله چي مغلو په في منتدى رباع کي پاچاهي کوله، د ملک شهباز په کور کي يو هلک پيدا شو ، کال 1426 هجري . پر دې هلک يې خوشال (( المجهر ))نوم کښېښود.
خوشال د کوچنيوالي څخه زړه ور او هوښيار وو. کله به چي د پلار سره په مجلس کي ناست وو د مشرانو او خپل پلار خبرو ته به يې ښه غوږ نيوه او په خبرو کي به يې ډېر فکر کاوه.
خوشال خان درې وروڼه درلوده. خو تر ټولو وروڼو دی هوښيار او پوه وو. خوشال له کوچنيوالي څخه ډېر زړه ور معلومېده.
د خوشال پوهه او هوښياري ورځ په ورځ زياتېده په شل کلني کي يې ډېر کتابونه ولوستل او د زياتي پوهي خاوند سو. په شل کلني کي يې په شعر ويلو شروع وکړه. شعرونه يې د پښتونولۍ د احساساتو ډک دي.
يوه ورځ ملک شهباز خان خوشال ته وويل، خوشاله زويه، که ته د خپل کام په مشرۍ ومنل شې نو څه به وکړې؟
خوشال ورته وويل، تر څو ژوندی يم د کام او اولس د هوسايني او د هيواد د لوړوالي د پاره به خدمت کوم. دا به زما د پاره د خوښۍ ځای وي چي زه خپل اولس ته خدمت وکړای شم.
کله چي خوشال خان د کام د خوا په مشر ۍ وټاکل شو د هند پاچا اورنګزېب ورته وويل ستا پلار زما په دربار کي ډېر قدر لري. خو پام کوه چي پښتانه د مغلو په مقابل کي سر در څخه پورته نه کړي.
خوشال خان دده وخبري ته غوږ و نه نيوئ او پښتانه يې دمغلو مقابلې ته ودرول.
اورنګزېب چي ددې کاره خبر شو خوشال خان يې بندي کړ او د هند جېل ته يې ولېږه. خوشال خان په هغه جېل کي د غيرته ډک شعرونه وليکل.
خوشال خان د ٧٨ کالو په عمر مړ سو. خو نوم يې تل ژوندی دئ.
د خوشال خان شعرونه خو ډېر دي خو دلته به يې يو شعر ولولئ:
چي ښايست لري په ستورو داسمـــــان نــــــنداره ګــــــــوره
ددې خپل وجود په باغ کي پــــــه هـــــر شان ننداره ګوره
چـــــي هر ګل وتـه نظـر کړې د بـــــاغــــــــوان ننــداره ګوره
راشـــــــه وغــــــــــــړوه سـترګي د جهـــــان نـــنداره ګـــــــــــوره
-----------------
يالله ياخوي دقق في الأخطاء الاملا ئية الله لا يهينك